حزقى‌ايل 36

36
شپږ دېرشم باب
د بنى اِسرائيلو د بيا آبادېدلو په حقله پېشګوئې
1”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. 2مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې. 3نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې، 4نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى، 5مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى. 6نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو د مُلک په حقله پېشګوئې وکړه او غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ما په خپل غېرتى قهر کښې دې قوم ته دا ووئيل ځکه چې تاسو د نورو قومونو مسخرې تېرې کړې. 7مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغوئ چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه ما قسم وخوړو چې، ستاسو نه ګېرچاپېره مُلکونه به هم دغه شان سپک او بې‌عزته کړم. 8بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى. 9ګورئ، زۀ ستاسو خيال ساتم، او تاسو ته به په ښه سترګه وګورم، او ستا په پټو کښې به بيا خلق کَرل رېبل کوى. 10زۀ به په تا کښې خلق زيات کړم، تر دې چې د بنى اِسرائيل ټول قوم به زيات کړم. ښارونه به بيا آباد شى او وران شوى ځايونه به بيا جوړ کړے شى. 11زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. 12زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې. 13مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې خلق ستا په حقله وائى چې تۀ خلق لواړ تېروې او خپل قوم د هغوئ د ماشومانو نه محروموې، 14نو د دې نه وروستو به تۀ نور خلق تباه نۀ کړې او نۀ به نور تۀ خپل اوسېدونکى د ماشومانو نه خلاص کړې، مالِک خُدائ داسې فرمائى. 15زۀ به نور تا دې ته پرې نۀ ږدم چې د نورو قومونو پيغورونه واورې، او نۀ به نور د قومونو د مسخرو نۀ په تکليف شې او نۀ به تۀ نور د خپلو خلقو دپاره د تيندک سبب يې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“
د بنى اِسرائيلو نوے ژوند
16نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 17”اے بنى آدمه، کله چې د بنى اِسرائيلو خلق په خپل مُلک کښې اوسېدل، هغوئ هغه په خپل عمل او چال چلن سره پليت کړو. د هغوئ چال چلن زما په وړاندې لکه د ښځو د مياشتنۍ بيمارۍ په شان ناپاکه وو. 18نو ما بيا په هغوئ خپل غضب نازل کړو ځکه چې هغوئ په هغه مُلک کښې وينه تويه کړې وه او ځکه چې هغوئ هغه مُلک په خپلو بُتانو سره پليت کړے وو. 19ما هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغوئ په ټولو مُلکونو کښې خوارۀ شوى وُو. ما د هغوئ د چال چلن او عمل په مطابق د هغوئ عدالت وکړو. 20هغوئ چې چرته هم په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شول، هغوئ زما د مقدس نوم، په دې طريقې سره بې‌حرمتى وکړه، يعنې د هغوئ په حقله نورو قومونو دا وئيل چې، اګر چې هغوئ د مالِک خُدائ خپل خلق دى، خو هغوئ د هغۀ د وطن په پريښودو مجبور شول. 21نو ما د خپل مقدس نوم په حقله سوچ کولو، کوم چې د بنى اِسرائيلو په نورو مُلکونو کښې چې چرته هم هغوئ رسېدلى وُو سپک يې کړو. 22نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بې‌حرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ. 23زۀ به د خپل عظيم نوم قدوسيت ښکاره کړم، د کوم چې تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې بې‌حرمتى وکړه. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کله چې زۀ د هغوئ د سترګو د وړاندې خپل ځان مقدس ښکاره کړم نو بيا به هغه قومونه په دې وپوهيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم. 24ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم. 25زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم. 26زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم. 27زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ. 28نو تاسو به بيا په هغه مُلک کښې اوسېږئ کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو. تاسو به زما خلق يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. 29زۀ به تاسو د خپلو ټولو پليتو نه بچ کړم. زۀ به د غلو فصلونو له برکت ورکړم او په تاسو به نور قحط نۀ راولم. 30زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ. 31نو بيا به تاسو ته خپل حرام کارونه او غلط حرکتونه در په ياد شى، او بيا به تۀ په خپلو حرامو کارونو او ګناهونو د پښېمانۍ احساس وکړې. 32زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ. 33مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې زۀ تاسو د خپلو ټولو ګناهونو نه پاک کړم، زۀ به ستاسو ښارونه بيا ودان، او دوباره به ستاسو کنډرې آبادې کړم. 34هغه زمکه چې شاړه او بنجره وه په کومه به چې څوک هم تېرېدل او هغوئ به ليدله چې شاړه به پرته وه دوباره به په هغه زمکه کښې کرونده وشى. 35او خلق به داسې وائى چې، دا کومه زمکه چې شاړه پرته وه اوس ترې باغِ عدن جوړ شوے دے. او کوم ښارونه چې کنډرې پراتۀ وُو، شاړ او تباه شوى وُو، اوس مضبوط او بيا آباد شوى دى. 36نو بيا هغه قومونه کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې پاتې دى هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ هغه څۀ آباد کړل کوم چې وران ويجاړ شوى وُو او هغه څۀ مې وکرل کوم چې اوچ او شاړ شوى وُو. ما مالِک خُدائ وفرمائيل، او زۀ به يې وکړم. 37مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم، 38زۀ به هغوئ دومره زيات کړم لکه څومره رَمې به چې د نذارانو اخترونو دپاره يروشلم ته راتللې. نو هم داسې به وران ويجاړ ښارونه د خلقو د رَمو نه ډک کړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 36: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀