32
دوه دېرشم باب
د فِرعون دپاره د غم مرثيه
1د دولسم کال، د دولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې. 3مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ډېر خلق درولېږم چې تا زما په جال کښې راګېر کړى، او په هغې کښې به دې د اوبو نه رابهر کړى. 4زۀ به تا په زمکه راوغورزوم او په اوچ مېدان به دې راوولم. زۀ به د هوا ټول مارغان پرېږدم چې په تا کښېنى او د زمکې ټول ځناور به په تا باندې خپل ځانونه ماړۀ کړى. 5زۀ به ستا غوښه په غرونو ونولم او ستا په لاش به دَرې ډکې کړم. 6زۀ به زمکه دومره ستا په وينو رنګ کړم چې د غرونو سر ته ورسى، او ګړنګونه به ستا د وينو ډک کړم. 7کله چې زۀ ستا د ژوند شمع مړه کړم، نو زۀ به آسمان پټ کړم او د دې ستورى به تور کړم، زۀ به نمر په وريځو سره پټ کړم، او سپوږمۍ به خپله رڼا نۀ خوروى. 8زۀ به ستا دپاره د آسمان ټولې رڼاګانې تيارې کړم، زۀ به ستا په زمکه باندې تيارۀ راولم. مالِک خُدائ دا فرمائى. 9زۀ به د ډېرو قومونو زړونه پرېشانه کړم کله چې زۀ د نورو مُلکونو په مينځ کښې تا تباه کړم، په هغه مُلکونو کښې چې تا نۀ پېژندل. 10زۀ به ډېر خلق ستا د حالاتو په وجه پرېشانه کړم، او ستا په وجه به د هغوئ بادشاهان د يرې نه ولړزيږى کله چې زۀ خپله تُوره د هغوئ په وړاندې ښکاره کړم. ستا د غورزېدو په ورځ به هغوئ ټول هره لحظه د خپل ژوند دپاره لړزيږى. 11ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بابل د بادشاه تُوره به ستاسو خلاف راشى. 12زۀ به ستا لښکر ختم کړم د هغه طاقتورو خلقو په تُورو چې د ټولې دُنيا بېرحمه خلق دى. هغوئ به د مِصر دبدبه ختمه کړى او د هغې ټولې لښکرې به تباه شى. 13زۀ به د هغې ټول څاروى چې د سيند په خوا کښې څريږى تباه کړم، نور به د انسان پښې دا اوبۀ نۀ تاووى او نۀ به د ځناورو پښې دا خړوى. 14بيا به زۀ د دې اوبۀ دومره خاموشه کړم او د دې دريابونه به لکه د تېلو په شان بهيږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 15کله چې زۀ د مِصر مُلک وران ويجاړ کړم او دا زمکه د هر څۀ نه خالى کړم، کله چې زۀ هغوئ ټول هلاک کړم څوک چې هلته اوسيږى، نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. 16دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
عالمِ ارواح
17د دولسم کال د اولې مياشتې په پينځلسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 18”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى. 19هغوئ ته ووايه، ولې تۀ د نورو نه ډېره ښائسته يې څۀ؟ عالمِ ارواح ته لاړه شه او د ناسنتو په مينځ کښې پرېوځه. 20هغوئ به د هغه چا سره مړۀ شى څوک چې په تُوره قتل شوى دى. تُوره راويستلے شوې ده، هغه پرېږده چې خپل ټول لښکر سره عالمِ ارواح ته راښکلے شى. 21لاندې قبر نه به تکړه مشران د مِصر او د هغۀ د اِتحاديانو په حقله وائى، هغوئ لاندې راغلل او هغوئ د ناسنتو سره مړۀ پراتۀ دى، هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى. 22اسور خپل ټول فوج سره هلته پروت دے، هغه د خپلو ټولو وژلے شوو د قبرونو په مينځ کښې راګېر دے، هغوئ ټولو سره چې په تُوره قتل شوى دى. 23د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول. 24عيلام هم هلته دے د هغۀ ټولې لښکرې د هغۀ د قبر نه چاپېره پرتې دى، هغوئ ټول حلال کړے شوى، په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ ټولو چا چې د دُنيا په ټولو خلقو کښې دهشت خورولو لاندې زمکې ته ناسنته ښکته شول. هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې عالمِ ارواح ته روان دى. 25د هغۀ دپاره د مړو په مينځ کښې د آرام ځائ جوړ شو، د هغې ټولو فوجيانو سره د هغې د قبر نه چاپېره. هغوئ ټول ناسنته دى او په تُوره وژلے شوى دى. ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو، هغوئ د هغه چا سره شرمنده پراتۀ دى څوک چې په قبر کښې دى. 26مسک او توبل هلته سره د خپلو ټولو لښکرو د هغوئ د قبرونو نه چاپېره دى. هغوئ ټول ناسنته دى، په تُوره وژلے شوى دى ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو. 27هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو. 28تۀ به هم، اے فِرعونه تيکه تيکه شې او د ناسنته په مينځ کښې به ښخ کړے شې، د هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى. 29ادوم هلته د خپلو بادشاهانو او شهزادګانو سره دے، باوجود د خپل ټول طاقت هغوئ د هغوئ په مينځ کښې پراتۀ دى څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ د ناسنتو سره پراتۀ دى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان دى. 30د شمال ټول شهزادګان او ټول صيدانيان هلته پراتۀ دى، هغوئ لاندې د وژلے شوو سره په بېعزتۍ لاړل باوجود د دې چې د هغوئ د طاقت په وجه دهشت خور وو. او اوس د هغوئ لاشونه د ناسنته په حالت کښې د مړو سره پراتۀ دى. او هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې قبر ته روان دى. 31فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به هغوئ وګورى او هغه به د خپل ټول لښکر دپاره تسلى ومومى څوک چې په تُوره مړۀ کړے شوى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 32تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“