حزقى‌ايل 31

31
يو دېرشم باب
په لبنان کښې د دِيار ونه
1د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، د مِصر بادشاه فِرعون او د هغۀ ټولو ګڼو خلقو ته داسې ووايه، په لويئ کښې تۀ خپل ځان چا سره برابر ګڼې؟ 3تاسو د تکړه اسور په شان يئ، کوم چې يو وخت د لبنان د دِيار د ونې په شان وو، چې څانګې يې ښائسته وې او په ټول ځنګل يې سورے خور وو، او لوړوالے يې وريځو ته رسېدو. 4هغه اوبو غټ کړو، او په زمکه کښې لاندې چينو هغه لوړ کړے وو، او د هغوئ نِهرونه د هغه ونې ګېرچاپېره بهېدل، او د اوبو لختى يې د پټى ټولو ونو ته ورغلى وُو. 5نو دا د پټى د نورو ټولو ونو نه ډېره اوچتېدله، او د دې څانګې ډيرې پلنې اوږدې شوې وې ځکه چې جرړو ته زياتې اوبۀ رسېدلې وې. 6د هوا ټولو مارغانو د دې په څانګو کښې جالې جوړې کړې، او ټولو ځنګلى ځناورو د هغې د څانګو لاندې بچى راوړل، او د دُنيا ټول لوئ قومونه د هغې د سورې لاندې کښېناستل. 7د خپل اوچتوالى او ګڼو څانګو په وجه هغه ډېره زياته سيرابه وه، ځکه چې جرړو ته يې زياتې اوبۀ رسېدلې وې. 8د خُدائ پاک په باغ کښې د دِيار نورې ونې هغې ته نۀ شوې رسېدلے. د نختر ونو د هغې د څانګو د ګڼوالى مقابله نۀ شوه کولے، او د چنار ونو يې په څانګو کښې برابروالے نۀ شو کولے. د خُدائ پاک په باغ کښې بله يوه ونه هم دومره ښکلې نۀ وه. 9ما هغه په ګڼو څانګو ښکلې کړې وه، د خُدائ پاک په باغِ عدن کښې ټولو ونو ورسره سيالى کوله. 10نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغه دومره اوچته شوې ده، او سر يې بره وريځو سره لګيږى، او هغه خپل لوړوالى ته مغروره شوې وه، 11نو ځکه ما هغه د غېرو مُلکونو بادشاهانو ته حواله کړه چې د هغې د ګناهونو په مطابق ورسره رفتار وکړى. ما هغه يوې خوا ته وغورزوله، 12او د ټولو نه بې‌رحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده. 13د هوا ټولو مارغانو په دې غورزېدلې ونه کښې جالې جوړې کړې او د زمکې ځناور يې په څانګو کښې اوسېدل. 14پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى. 15نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې هغه ونه لاندې قبر ته ښکته شى نو هغه د اوبو چينې به ورباندې ماتم او وير وکړى. ما د هغې نِهرونه بند کړل، او د هغې بې‌حسابه اوبو بهېدل بند شول. نو د دې په وجه ما لبنان ته د ماتم کپړې واغوستې، او د زمکې ټولې ونې وچې شوې. 16ما د هغې د راپرېوتو په آواز دُنيا په لړزان کړه کله چې هغه ما د هغوئ سره لاندې د مړو دُنيا ته ښکته کړه څوک چې قبر ته روان وُو. بيا د عدن ټولې ونې او د لبنان ټولې غوره شوې ونې، او هغه ټولې ونې چې ښې سيرابه شوې وې، هغه لاندې زمکې ته ولېږلے شوې. 17د هغوئ د نورو مُلکونو اِتحاديان هغه څوک چې د دې په سورى کښې اوسېدل هم د هغوئ سره قبر ته لاړل څوک چې په تُوره قتل شوى وُو. 18د باغِ عدن کومه يوه ونه تا سره په شان او شوکت کښې مقابله کولے شى؟ خو تۀ به هم د عدن د نورو ونو سره لاندې زمکې ته راوغورزولے شې، تۀ به د ناسنتو په مينځ کښې څملې، د هغوئ سره څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. دا به د فِرعون او د هغۀ د ټولو ګڼو خلقو اَنجام وى، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 31: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀