14
څوارلسم باب
د بُت پرستانو مذمت
1نو بيا د اِسرائيل ځينې مشران ما له راغلل او زما په وړاندې کښېناستل. 2نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 3”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟ 4نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى. 5زۀ به دا د دې دپاره وکړم چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په زړونو دوباره قبضه وکړم، ټولو چا چې زۀ د خپلو بُتانو په وجه پرېښودے يم. 6نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، توبه وکړئ، او د خپلو بُتانو نه راوګرځئ او د خپلو ټولو حرامو کارونو نه منع شئ. 7هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم. 8زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 9او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم. 10هغوئ دواړو ته به د خپلې ګناه سزا مِلاو شى، پېغمبر ته او هم هغه چا ته چې پېغمبر ته د هدايت حاصلولو دپاره راځى. 11نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بېلارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
د خُدائ عدالت رښتينے دے
12د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 13”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بېوفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم، 14کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. 15او يا کۀ چرې زۀ هغه مُلک ته ځنګلى ځناور ورولېږم چې د هغې خلق ووژنى او مُلک بلکل وران ويجاړ کړى، نو بيا به د هغه ځناورو په وجه هيڅ څوک هم د هغه مُلک نه نۀ شى تېرېدلے، 16زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان هم هلته اوسېدل نو هغوئ به خپل زامن او لوڼه هم نۀ شُو بچ کولے. يواځې هغوئ به بچ شى خو ټول مُلک به وران ويجاړ شى. 17او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم، 18زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان په دې کښې اوسېدل، بيا هم دوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شُو بچ کولے. خو صرف دوئ به بچ شوى وُو. 19او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى، 20زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو. 21نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى. 22خو بيا هم به څۀ کسان ژوندى پاتې شى خو هغوئ به تاسو سره په جلاوطنۍ کښې يوځائ شى. کله چې تاسو په خپله د هغوئ بد عملونه وګورئ، نو بيا به تاسو په خپله ووايئ چې کوم افتونه ما په يروشلم نازل کړى وُو هغه ضرورى وُو. 23تاسو به په خپله مطمئن شئ کله چې تاسو د هغوئ چال چلن او د هغوئ کردار وګورئ، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما بې د کومې وجې په هغوئ باندې تکليف او افت نۀ دے نازل کړے. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“