13
ديارلسم باب
د دروغژنو نبيانو مذمت
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، د اِسرائيلو د هغه دروغژنو نبيانو خلاف پېشګوئې وکړه څوک چې اوس پېشګوئې کوى. نو هغوئ ته دا ووايه څوک چې د خپلو خيالونو د پېشګويۍ دعوىٰ کوى او داسې وائى چې تاسو د مالِک خُدائ کلام واورئ. 3مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه کم عقلو نبيانو باندې چا چې څۀ کتلى نۀ وى او د خپل تصور په ټال کښې ځانګى. 4اے بنى اِسرائيلو، ستاسو نبيان داسې دى لکه چې ګيدړان په کنډراتو کښې ګرځى. 5تاسو د دېوال چاؤدونو ته ورنۀ غلئ او نۀ مو د دې مرمت وکړو چې د بنى اِسرائيلو قوم د مالِک خُدائ په ورځ په جنګ کښې قائم پاتې شى. 6د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى. 7آيا تاسو د دروغو روياګانې ليدلې نۀ دى او غلط پال مو نيولے نۀ دے او بيا هم وايئ چې، دا د مالِک خُدائ فرمان دے، حالانکه ما څۀ نۀ وى فرمائيلى؟ 8نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو د دروغژنو خبرو او روياګانو په وجه، زۀ ستاسو خلاف يم. 9زما لاس به د هغه نبيانو په خلاف وى څوک چې د دروغو روياګانې ګورى او د دروغو پالونه نيسى. هغوئ به زما د خلقو په ټولګى کښې شريک نۀ شى او نۀ به د بنى اِسرائيلو د قوم په فهرستونو کښې درج شى، او نۀ به هغوئ د اِسرائيل په مُلک کښې داخل شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم. 10ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى. 11نو په دې وجه هغه نبيانو ته ووايه څوک چې دا دېوالونه چونه کوى چې دا به راغورزيږى. زۀ به تېز باران او غټه ږلۍ راولېږم، او تېز باد به په دې رانازل کړم. 12کله چې دېوال راوغورزيږى، ولې خلق به ستاسو نه دا تپوس ونۀ کړى چې هغه سپينه چونه څۀ شوه چې تاسو دېوال ته ورکړې وه؟ 13نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په خپل قهر سره به زۀ يو وحشتناک طوفان راولېږم، او په خپل قهر سره به ږلۍ او د باران طوفان راولېږم. 14زۀ به هغه دېوال راوغورزوم کوم چې تاسو چونه کړے دے او هغه به زۀ د زمکې سره هوار کړم او د هغۀ بنياد به څرګند کړم. کله چې هغه راغورزيږى نو تاسو به هم په کښې تباه شئ، نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 15نو زۀ به خپل غضب په دېوال او په هغوئ سوړ کړم چا چې دېوال چونه کړے وو. نو زۀ به تاسو ته وايم چې، دېوال او هغه کسان دواړه فنا شو چا چې چونه کړے وو. 16د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“
د دروغژنو پېغمبرانو ملامتول
17”اوس اے بنى آدمه، خپل مخ دې د دې ښځو په خلاف راواړوه څوک چې د خپلې خېټې نه نبوت کوى. د هغوئ خلاف نبوت وکړه. 18او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه ښځو څوک چې په خپلو لاسونو سره د جادو او کوډو تعويذونه ګنډى او په خپل مړوند کښې يې راځوړندوى او د کوډو څادر جوړوى او چې خلق په خپل جال کښې ګرفتار کړى. آيا تاسو به زما د خلقو دپاره جال خور کړئ او خپل ژوند به بچ کړئ څۀ؟ 19تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بېحرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو. 20نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستاسو د جادو منتر خلاف يم په کومو چې تاسو خلق لکه د مرغۍ راګېروئ او هغه به زۀ ستاسو د مټو نه خلاص کړم، او زۀ به هغه خلق آزاد کړم کوم چې تاسو لکه د مرغۍ په شان راګېر کړى دى. 21زۀ به ستاسو د جادو نقابونه وشلوم او خپلو خلقو له به ستاسو د لاسه خلاصون ورکړم، او هغوئ به نور ستاسو د جادو په اثر کښې نۀ راځى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 22تاسو د خپلو دروغو په وجه صادقان بېزړۀ کړل اګر چې ما هغوئ ته هيڅ قسم تکليف نۀ دے ورکړے، او تاسو ګناهګارانو ته ډاډ ورکوئ چې د خپلو بدو لارو نه راونۀ ګرځى او د هغوئ ژوند بچ نۀ شى، 23نو په دې وجه تاسو به نور نۀ د دروغو رويا وګورئ او نۀ به فالګرى وکړئ. زۀ به خپل خلق ستاسو د لاسه بچ کړم. او بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“