اشعیا ۵۳
۵۳
دري پنځوسم فصل
1 چا باور کړی دی زمونږ پیغام باندې؟
ښکاره شوی چا ته قوي لاس د څښتن؟
2 داسې لوی شو د څښتن په مخکې
خدمتګار د هغه
لکه تنکي نیالګي په شان
چې ریښې نیسي په وچه ځمکه کې
نه درلودله هغه داسې ښایست یا ښکلا
چې زمونږ پام یې اړولی وای خپل ځان ته
هغه کې نه ؤ داسې جالب شی
چې لېوال شوي وای مونږ ورته
3 خلکو کتل هغه ته په سپکه سترګه
او هغه یې رد کړ
هغه وزغمل دردونه او کړاوونه
حتی هرچا اړوه مخ له هغه
خلکو کتل هغه ته په سپکه سترګه
نه ورکاوه مونږه هغه ته ارزښت
4 بې له شکه هغه وزغمل زمونږ کړاوونه
او خپلو اوږو باندې یې یووړل زمونږ دردونه
هغه دردونه چې هغه وزغمل باید زغملي وای مونږ
خو مونږ فکر کاوه چې یوه سزا ده دا دردونه
چې راغلي په هغه باندې د خدای له خوا نه
5 خو هغه ټپي شو په خاطر د ګناهونو زمونږ
هغه ووهل شو زمونږ د بدو کارونو په خاطر
د هغې سزا په خاطر چې هغه وزغمله
را په برخه شوله مونږ ته ارامي
مونږ وموندله د هغه د ټپونو نه روغتیا
6 مونږ ټول وو لکه ورکو پسونو په شان
هر یو روان ؤ سرګردان په خپله لاره
خو څښتن کېښودله زمونږ ټوله ګناه
د هغه په اوږو باندې
7 په هغه ظلم وشو خو ویې زغملو په عاجزۍ سره
هغه هېڅ ونه ویل
لکه څوک چې وړي وری حلالولو ته
لکه څنګه چې وي غلی پسه د سکولوونکو مخکې
هغه هېڅ ونه ویل
8 هغه ونیول شو او شو محکوم په مرګ
او یووړل شو اعدام ته
هغه یې وواژه زما د قوم د جرمونو په خاطر
او هېچا یې ونه کړه پروا
9 هغه یې ښخ کړ د مجرمانو په شان
او د یو شتمن سړي په قبر کې یې کېښود هغه
که څه هم هغه هېڅکله کړی نه ؤ ظلم او زیاتی
او نه یې څوک ؤ غولولی
10 خو دا رضا وه د څښتن
چې هغه ووهي او ویې کړوي
چې قرباني شي د ګناه په خاطر د هغه ژوند
نو هغه به وویني خپل اولادونه
او وبه لري زیات عمر
شي پوره به د څښتن رضا په وسیله د هغه
11 هغه به وګوري رڼا له یو دردناکه
ژوندانه نه وروسته
او شي به ډاډه چې کړېدنه یې بېځایه نه وه
کړي تجربه به کړېدنه زما عادل خدمتګار
دا به ممکن کړي چې عادل وګڼل شي ډېر خلک
ځکه هغه به یوسي ګناهونه د هغوی خپلو اوږو باندې
12 نو زه به ورکړمه هغه ته د عزت مقام
مقام به ورکړم د لویانو او زورورو ورته
ځکه هغه کړلو قربان خپل ځان
او وشمېرل شو په مجرمانو کې
په ځان یې واخیسته د ډېرو خلکو ګناه
او د مجرمانو دپاره یې وکړه دعا
Terpilih Sekarang Ini:
اشعیا ۵۳: APB
Highlight
Salin
Bandingkan
Kongsi
Ingin menyimpan sorotan merentas semua peranti anda? Mendaftar atau log masuk
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.