20
شلم باب
د انګورو د باغ مزدوران
1”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى. 2او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل. 3بيا کچه غرمه هغه بهر ووتو نو په بازار کښې يې يو څو اوزګار کسان نور وليدل. 4هغوئ ته يې ووئيل چې ځئ د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې کار وکړئ او زۀ به تاسو له مناسبه مزدورى درکړم. 5نو هغوئ لاړل. غرمه او ماسپښين هغه بيا بهر ووتو او هغه شان بندوبست يې وکړو. 6په مازيګر کښې هغه بيا ووتو او يوه بله ډله يې اوزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چې تاسو ولې ټوله ورځ داسې خوشى ګرځئ او هيڅ کار نۀ کوئ؟ 7هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ. 8چې ماښام شو نو د باغ مالِک خپل ناظر ته ووئيل چې مزدوران راوغواړه او د هغوئ مزدورى ورکړه، د وروستۍ قبيلې نه يې شروع کړه او په وړومبۍ يې ختمه کړه. 9چا چې مازيګر کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل او ورته يې د پوره ورځې مزدورى ورکړه. 10او چې د وړومبو مزدورانو وار راغے نو د هغوئ دا طمع وه چې څۀ زيات به ورته مِلاو شى، خو هغوئ ته هم هغه څۀ مِلاو شول څومره چې يې نورو له ورکړى وُو. 11هغوئ چې مزدورى واخسته نو د باغ مالِک ته وغورېدل چې 12دې وروستنو خلقو خو يوه ګينټه کار کړے دے او مونږ سره دې يو برابر کړل چا چې ټوله ورځ په سره غرمه د ځانه خولې ويستې دى. 13هغۀ ورته ووئيل، زما ملګريه، ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا د ورځې په مزدورۍ راسره فېصله نۀ وه کړې څۀ؟ 14خپله مزدورى واخله او کور ته ځه. دا زما خوښه ده چې وروستنى سړى له هم هغه څۀ ورکړم څۀ چې مې تا له درکړى دى. 15دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟ 16دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“
د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله په درېم ځل پېشګوئې
17عيسىٰ يروشلم ته روان وو او په لاره يې دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، 18”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى. 19او غېريهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“
د يعقوب او يوحنا د مور درخواست
20بيا د زبدى د زامنو مور د خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پرېوتله او خواست يې ترې وکړو. 21عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې؟“ هغې ورته ووئيل چې، ”زۀ دا غواړم چې ستا په بادشاهۍ کښې دې زما دواړه زامن ستا په څنګ کښې ناست وى، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته.“ 22عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ 23بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بېشکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“ 24کله چې هغه نورو لسو مريدانو دا واورېدل نو هغوئ د هغه دوو وروڼو نه خفه شول. 25خو عيسىٰ هغوئ راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو ته پته ده چې په دُنيا کښې د غېر يهودى قومونو حاکمان خپل خلق د قابو لاندې ساتى او د هغوئ اميران په هغوئ خپل رُعب استعمالوى. 26خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى 27او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. 28ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
د دوو ړندو سړو بينا کول
29کله چې هغوئ د يريحو ښار نه وتل نو ډېر خلق ورپسې روان وُو. 30د لارې په غاړه دوه ړاندۀ ناست وُو. هغوئ چې دا واورېدل چې عيسىٰ په دې لاره تېريږى نو هغوئ چغې کړې، ”اے مالِکه، د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“ 31خلقو هغوئ ورټل او ورته يې ووئيل چې چپ شئ. خو هغوئ لا نورې هم چغې زياتې کړې چې، ”مالِکه، په مونږ رحم وکړه. اے د داؤد زويه.“ 32عيسىٰ ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې ستاسو دپاره وکړم؟“ 33هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ خپل نظر غواړُو.“ 34د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.