هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے. خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ، د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.