1
متى 11:23
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
په تاسو کښې دې د ټولو نه لوئ ستاسو خادِم وى.
አወዳድር
{{ጥቅስ}} ያስሱ
2
متى 12:23
او هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.
3
متى 23:23
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.
4
متى 25:23
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى.
5
متى 37:23
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
6
متى 28:23
دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادقان ښکارئ، خو د دننه د منافقت او بېشرعې کارونو نه ډک يئ.
ቤት
መጽሐፍ ቅዱስ
እቅዶች
ቪዲዮዎች