39
يو کم څلوېښتم باب
د جوج شکست
1”اے بنى آدمه، د جوج خلاف پېشګوئې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے جوجه، د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستا خلاف يم. 2زۀ به تا راتاو کړم او رابه دې کاږم. زۀ به تا د شمال لرې ځائ نه راولم او د بنى اِسرائيلو د غرونو خلاف به دې ولېږم. 3بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم. 4د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم. 5تاسو به په هوار مېدان کښې قتل شئ، ځکه چې دا ما مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائيلى دى. 6زۀ به په ماجوج او په هغوئ څوک چې د سمندر په غاړه کښې په امن اوسيږى اور نازل کړم، او هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. 7زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بېحرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم. 8دا ورځ راروانه ده، دا به يقيناً راشى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. دا هغه ورځ ده چې ما يې ذکر کړے دے. 9بيا هغوئ څوک چې د بنى اِسرائيلو په ښارونو کښې اوسيږى به بهر لاړ شى او وسلې به د سوزولو دپاره استعمال کړى او واړۀ او غټ ډالونه، ليندې او غشى، جنګى ډنډې او نېزې به وسوزوى. د اووۀ کالو پورې به هغوئ دا سوزولو دپاره استعمالوى. 10هغوئ ته به ضرورت نۀ وى د پټو نه د خشاک راټولولو او نۀ به ورته د ځنګل د کټ کولو، ځکه چې هغوئ به وسلې د خشاک په طور استعمال کړى. او هغوئ به هغه لوټ کړى چا چې دوئ لوټ کړى وُو او هغوئ به تالا کړى چا چې دوئ تالا کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
د جوج ښخېدل
11”په هغه ورځ به زۀ جوج له په بنى اِسرائيلو کښې د يو لوئ قبرستان ځائ ورکړم، په هغه وادۍ کښې په کومه کښې چې خلق د سمندر مشرق خوا ته تلۀ راتلۀ کوى. دا به د مسافرو لاره بنده کړى، ځکه چې جوج او د هغۀ ټول لښکر به هلته ښخ وى. نو بيا به دې ته د هامون جوج وادى وئيلے کيږى. 12تر اوو مياشتو پورې به د بنى اِسرائيلو قوم هغوئ ښخوى د دې دپاره چې زمکه ترې صفا کړى. 13د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. 14د مُلک پاکولو دپاره به کسان لګولے شوى وى چې هغه صفا کړى. او د هغوئ سره څۀ کسان به په ټول مُلک کښې وګرځى او نور لاشونه چې په زمکه پاتې وى چې هغه ښخ کړى. او پوره اووۀ مياشتې به هغوئ خپل لټون جارى وساتى. 15کله چې هغوئ په ټول مُلک کښې ګرځى او په هغوئ کښې يو کس د انسان هډوکى وګورى، نو هغه به د دې په خوا کښې نښه جوړه کړى ترڅو چې قبرکند هغه د هامون جوج په وادۍ کښې ښخ کړى. 16هلته يو ښار هم دے چې هامونه نوميږى. نو دغه شان به هغوئ زمکه پاکه کړى. 17اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، هر قسمه مارغانو او ځناورو ته آواز وکړئ چې، راجمع شئ او د ټولو ګېرچاپېره ځايونو نه هغه قربانۍ دپاره راشئ چې زۀ يې تاسو دپاره تياروم، دا د بنى اِسرائيلو په غرونو لويه قربانى ده. هلته به تاسو غوښې وخورئ او وينه به وڅښئ. 18تاسو به د تکړه سړو غوښې وخورئ او د زمکې د شهزادګانو وينې به وڅښئ، دوئ ټول لکه د بسن د ګډانو او ګډورو، چېلو او غوَيانو، څاربۀ څاروى په شان دى. 19کومه قربانى چې زۀ تاسو دپاره تياروم، د دې چربى به تاسو په مَړه خېټه وخورئ او وينه به تر هغې وڅښئ چې نشه شئ. 20زما په دسترخوان به تاسو د آسونو او د آسونو د سورو، د تکړه سړو، او د هر قسم فوجيانو غوښې وخورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. 21زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے. 22د هغه ورځې نه به بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم. 23او قومونه به په دې پوهه شى چې بنى اِسرائيل د خپلې ګناه په وجه جلاوطن کړے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ما سره بېوفا وُو. نو ځکه ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو او هغوئ مې دشمنانو ته حواله کړل، او په تُوره باندې قتل کړے شول. 24ما د هغوئ سره د هغوئ د ناپاکوالى او د بدعملۍ په مطابق سلوک وکړو، او ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو.“
د بنى اِسرائيلو وطن ته واپس راوستل
25”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم. 26هغوئ به خپل شرم او هغه ټوله بېايمانى هېره کړى کومه چې هغوئ زما خلاف کړې وه کله چې هغوئ په خپل مُلک کښې بغېر د چا د يرې نه په امن او سکون کښې اوسيږى. 27کله چې زۀ هغوئ د نورو قومونو نه واپس راولم او هغوئ د خپلو دشمنانو د مُلکونو نه راغونډ کړم، نو زۀ به خپل ځان د نورو ډېرو قومونو د سترګو په وړاندې د دوئ په وسيله مقدس ښکاره کړم. 28نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، اګر کۀ ما هغوئ نورو مُلکونو ته جلاوطن کړى وُو، زۀ به هغوئ خپل مُلک ته رايوځائ کړم، او د هغوئ يو کس به هم وروستو پرې نۀ ږدم. 29زۀ به نور هيڅکله خپل مخ د دوئ نه پټ نۀ کړم، زۀ به خپل روح د بنى اِسرائيلو په قوم نازل کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“