حزقى‌ايل 37

37
اووۀ دېرشم باب
د اوچو هډُوکو دره
1د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه. 2هغۀ زۀ د هغوئ په مينځ کښې مخکښې وروستو وګرځولم، او ما هلته ډېر زيات هډُوکى د هغې درې په زمکه وليدل. او هغه هډُوکى ډېر اوچ وُو. 3هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“ 4بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دې هډوکو ته پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، اوچو هډوکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. 5مالِک قادر مطلق خُدائ دې هډوکو ته دا فرمائى چې، ګوره زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. 6زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ‎يم.“ 7نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې. 8نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه. 9بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“ 10نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې هغۀ ما ته حکم وکړو، او ساه په هغوئ کښې راغله، هغوئ راژوندى شول او په خپلو پښو ودرېدل، يو ډېر لوئ لښکر ترې جوړ شو. 11بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو. 12نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ګورئ، اے زما خلقو، زۀ به ستاسو قبرونه پرانيزم او د هغوئ نه به مو بهر راوکاږم او زۀ به تاسو واپس د اِسرائيل زمکې ته راولم. 13نو بيا به تاسو زما خلق په دې خبره پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ ستاسو قبرونه پرانيزم او تاسو د دې نه راوکاږم. 14زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
د يهوداه او د اِسرائيل يو ځائ کېدل
15د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 16”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى. 17بيا هغوئ په يوه امسا کښې داسې يو ځائ کړه چې ستا په لاس کښې هغوئ يو بل سره ونښلى. 18کله چې ستا د مُلک خلق ستا نه تپوس وکړى چې، ولې تۀ به مونږ ته دا نۀ وائې چې د دې څۀ مطلب دے؟ 19هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د يوسف امسا راواخلم کومه چې د اِفرائيم په لاس کښې ده او د بنى اِسرائيلى قبيلو سره ده چې دۀ سره يې اِتحاد دے او دا د يهوداه امسا سره يو ځائ کوم، او د هغوئ نه يوه امسا جوړوم. او هغه دواړه به زما په لاس کښې يو شى. 20نو په کومو امساګانو دې چې ليکل وکړل د هغه خلقو د سترګو د وړاندې يې ونيسه 21او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم. 22زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى. 23هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم. 24زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى. 25هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى. 26زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم. 27زما د اوسېدو ځائ به د هغوئ سره وى، زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او هغوئ به زما خلق وى. 28نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 37: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀