22
دوويشتم باب
د يروشلم ګناهونه
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د هغۀ عدالت وکړې؟ ولې تۀ به د دې خونى ښار عدالت وکړې؟ نو بيا هغوئ ته د هغوئ ټول حرام کارونه مخامخ کړه. 3او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے ښاريې څوک چې په خپل مينځ کښې د وينې تويولو په وجه په خپل ځان مرګ نازلوى او د بُتانو جوړولو په وجه خپل ځان پليتوى. 4کومه وينه چې تا تويه کړه د هغې په وجه تۀ ګناه ګار شوې او د هغه بُتانو په وجه تۀ پليت شوې کوم چې تا جوړ کړل. تا خپل ژوند لنډ کړو، او تا خپل عمر ختم کړو. نو په دې وجه زۀ به تا نورو قومونو ته د خندا مثال کړمه او په ټولو مُلکونو کښې به دې د مسخرو کړم. 5څوک کۀ نزدې دى او کۀ لرې وى، اے بدنامې او د فساد نه ډکې ښاريې، په تا پورې به خندا کوى. 6وګوره، د بنى اِسرائيلو هر يو مشر څوک چې په تا کښې اوسيږى خپل ټول زور طاقت د وينې توېدو دپاره استعمالوى. 7په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه. 8تاسو زما د مقدسو څيزونو سپکوالے وکړو او زما د سبت بېحرمتى مو وکړه. 9په تا کښې تهمت لګوونکى خلق دى چې وينى تويوى، په تا کښې هغوئ دى چې د غرونو دپاسه عبادتخانو کښې خوراک کوى او غلط کارونه کوى. 10په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بېحرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى. 11په تا کښې داسې سړى دى چې د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، د خپلې اِنږور سره زنا کوى، او د خپلې خور سره د خپل پلار د لور سره زنا کوى. 12په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 13زۀ به په يقين سره خپل لاسونه ستاسو خلاف وپړقوم په هغه ناجائزو ګټو چې تاسو کړى دى او په هغه وينه چې تاسو په خپل مينځ کښې تويه کړې ده. 14ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم. 15زۀ به تاسو د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم، او زۀ به تاسو د پليتۍ نه پاک کړم. 16کله چې تۀ د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان وشرموې نو تۀ به بيا په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د مالِک خُدائ د صفا کولو بټۍ
17بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 18”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم زما دپاره د هغه ګند په شان شو، چې د تانبې، ټيم، اوسپنې او سيکې د ګرمولو نه وروستو په بټۍ کښې پاتې شى. دوئ لکه د سپينو زرو د پاتې شوى ګند په شان دى. 19نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو ټولو نه پاتې شوے ګند جوړ شوے دے، نو زۀ به تاسو يروشلم ته راټول کړم. 20لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم. 21زۀ به تاسو راټول کړم او زۀ به خپل يروونکے غضب په تاسو نازل کړم، او تاسو به په هغې کښې دننه ويلى شئ. 22لکه څنګه چې سپين زر په بټۍ کښې ويلى کيږى، نو دغه شان به تاسو په هغې کښې دننه ويلى شئ، او تاسو به پوهه شئ چې ما، مالِک خُدائ په تاسو خپل قهر او غضب نازل کړے دے.“
د بنى اِسرائيلو د مشرانو ګناهونه
23بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 24”اے بنى آدمه، دې مُلک ته ووايه چې، تۀ هغه مُلک يې چې لا پاک شوے نۀ يې، په تا د غضب په ورځو کښې باران ونۀ شو. 25د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى. 26د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بېحرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم. 27د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بېاِنصافه ګټه وکړى. 28د هغې نبيان په غلطو روياګانو او دروغژنو پېشګويو سره د هغوئ دا کارونه صفا کوى. هغوئ وائى چې، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دا نۀ وى فرمائيلى. 29د هغه مُلک خلق زياتے کوى او غلا کوى، هغوئ په غريبانانو او محتاجو خلقو ظلم کوى، او د مسافرو سره بد سلوک کوى او د هغوئ حق نه اِنکار کوى. 30ما د هغوئ په مينځ کښې د يو داسې کس لټون کولو چې د دېوال مرمت وکړى او په وران شوى ځائ لکه د دېوال په شان ودريږى د هغه مُلک دپاره ودريږى چې زۀ يې تباه نۀ کړم، خو ما څوک هم پېدا نۀ کړو. 31نو زۀ به په هغوئ خپل غضب رانازل کړم او هغوئ به په خپل سخت قهر کښې وسوزوم، او هر هغه څۀ به د هغوئ په خپل سر راولم څۀ چې هغوئ کړى دى. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“