عيسىٰ جواب ورکړو، ”اول حکم دا دے چې، ”اے بنى اِسرائيلو واورئ. مالِک زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے. تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.“ دوېم دا دے چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ د دې حکمونو نه بل لوئ حکم نشته.“