1
لوقا 23:9
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى.
Ṣe Àfiwé
Ṣàwárí لوقا 9:23
2
لوقا 24:9
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى.
Ṣàwárí لوقا 9:24
3
لوقا 62:9
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“
Ṣàwárí لوقا 9:62
4
لوقا 25:9
کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟
Ṣàwárí لوقا 9:25
5
لوقا 26:9
څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى.
Ṣàwárí لوقا 9:26
6
لوقا 58:9
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“
Ṣàwárí لوقا 9:58
7
لوقا 48:9
او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“
Ṣàwárí لوقا 9:48
Ilé
Bíbélì
Àwon ètò
Àwon Fídíò