1
يوحنا 27:14
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
Ṣe Àfiwé
Ṣàwárí يوحنا 14:27
2
يوحنا 6:14
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
Ṣàwárí يوحنا 14:6
3
يوحنا 1:14
”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ.
Ṣàwárí يوحنا 14:1
4
يوحنا 26:14
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
Ṣàwárí يوحنا 14:26
5
يوحنا 21:14
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
Ṣàwárí يوحنا 14:21
6
يوحنا 16:14-17
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.
Ṣàwárí يوحنا 14:16-17
7
يوحنا 13:14-14
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى. کۀ تاسو زما په نوم ما نه څۀ هم وغواړئ زۀ به يې وکړم.
Ṣàwárí يوحنا 14:13-14
8
يوحنا 15:14
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
Ṣàwárí يوحنا 14:15
9
يوحنا 2:14
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟
Ṣàwárí يوحنا 14:2
10
يوحنا 3:14
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
Ṣàwárí يوحنا 14:3
11
يوحنا 5:14
توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“
Ṣàwárí يوحنا 14:5
Ilé
Bíbélì
Àwon ètò
Àwon Fídíò