نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې. نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه.