مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به په خپله د دِيار د لوړې څوکې نه يوه څانګه راواخلم او هغه به وکرم، زۀ به يوه نازکه څانګه د يو لوَړ دِيار د څوکې نه راپرې کړم او هغه به په يو لوړ او اوچت غر وکرم. زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.