حزقى‌ايل 44

44
څلور څلوېښتم باب
شهزادګان، ليويان او اِمامان
1بيا زۀ‎ هغه سړى واپس د مقدس ځائ بهرنۍ دروازې ته راوستلم، کومه چې د نمرخاتۀ طرف ته وه، او دا بنده وه. 2مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا دروازه به بنده وى. دا به کله هم نۀ کولاويږى. هيڅوک به په دې نۀ ورننوځى. دا به بنده وى ځکه چې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، په دې دروازه دننه شوے دے. 3صرف شهزاده په دې کښې دننه کښېناستے شى چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک وکړى. هغه دې د برنډې د لارې نه دننه راشى او په هم هغه لار دې بهر لاړ شى.“
د مالِک خُدائ د کور د اِنتظام اصُول
4بيا زۀ هغه سړى د خُدائ د کور مخامخ د شمالى دروازې په لار راوستلم. ما وکتل او د مالِک خُدائ جلال مې وليدلو چې د مالِک خُدائ کور ډکوى، او زۀ پړمخې پرېوتلم. 5مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، په غور سره وګوره، او په غور سره واؤره، او هر هغه څۀ ته خيال وکړه چې درته زۀ د مالِک خُدائ د کور د ټولو احکامو په حقله فرمايم. د مالِک خُدائ مقدس کور ته د تلو راتلو طريقو ته خيال وکړه. 6د بنى اِسرائيلو سرکشه قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ستاسو دا دومره حرام کارونه بس دى. 7ستاسو د ټولو حرامو کارونو سره، تاسو په ظاهر او باطن ناسنته غېر مُلکيان زما مقدس ځائ ته راوستل، تاسو زما د کور بې‌حرمتى وکړه کله چې تاسو ما ته خوراک، وازګه او وينه پېش کړه، او تاسو زما لوظ مات کړو. 8د دې په ځائ چې تاسو زما د مقدس څيزونو خِدمت په خپله وکړئ، تاسو نورو خلقو ته زما د مقدس ځائ اختيار ورکړو. 9مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو غېر مُلکى به هم چې په ظاهر او باطن ناسنته وى هغه به زما مقدس ځائ کښې داخل نۀ شى، او نۀ به هغه غېر مُلکيان چې د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسيږى.“
ليويان د اِمامت نه شړل
10”هغه ليويان چا چې زما نه جدائى اختيار کړه کله چې د بنى اِسرائيلو قوم بې‌لارې شو او هغوئ چا چې زما په ځائ د خپلو بُتانو پيروى وکړه به د خپلې ګناه سزا وزغمى. 11هغوئ دې زما په مقدس کور کښې خِدمت وکړى، د خُدائ د کور د دروازو ذمه وارى دې واخلى او په دې کښې دې خِدمت کوى، هغوئ دې سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ د خلقو دپاره حلالې کړى او د خلقو په وړاندې دې ودريږى او د هغوئ خِدمت دې وکړى. 12خو ځکه دوئ د بُتانو عبادت د خلقو دپاره وکړو او د بنى اِسرائيلو قوم يې په ګناه کښې اخته کړو، نو په دې وجه ما قسم وخوړلو چې هغوئ به ضرور د خپلو ګناهونو سزا وزغمى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. 13هغوئ به نور د اِمامانو په توګه زما د خِدمت دپاره نزدې نۀ راځى او نۀ به زما مقدسو څيزونو له نزدې راځى او نۀ به زما ډېرو مقدسو نذرانو ته نزدې کيږى، هغوئ به ضرور د خپلو حرامو کارونو شرم وزغمى. 14خو بيا هم به زۀ هغوئ ته د خُدائ د کور خِدمت او د هغه ټول کار ذمه وارى ورکړم چې په دې کښې کول په کار دى.“
اِمامان
15”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى. 16صرف هغوئ به زما مقدس مقام ته رادننه شى، يواځې هغوئ به زما مېز ته نزدې راشى او زما په حضور کښې به خِدمت کوى او زما د فرائضو ذمه وارى به سمبالوى. 17کله چې هغوئ د دننه دربار په دروازو ورننوځى، نو هغوئ دې د کتان جامې واچوى، هغوئ دې د وړئ کپړې نۀ اچوى کله چې د دننه دربار په دروازو يا د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى. 18هغوئ دې په خپل سر باندې د کتان پټکے او د کتان لاندې کپړې دې خپلو ملاګانو نه ګېرچاپېره وتړى. هغوئ دې داسې څۀ نۀ اغوندى چې په هغوئ خوله راولى. 19کله چې هغوئ بهرنى دربار ته وځى چرته چې خلق دى، هغوئ دې هغه کپړې وباسى چې هغوئ په کښې خِدمت کولو او دا دې په مقدسو کوټو کښې پرېږدى، او نورې جامې دې واچوى، هسې نه چې هغوئ په خپلو کپړو سره خلق مقدس کړى، او د هغوئ ژوند په خطره کښې واچوى. 20هغوئ به خپل سرونه نۀ کلوى او نۀ به خپل وېښتۀ اوږدوى، خو هغوئ به د خپل سر وېښتۀ واړۀ ساتى. 21يو اِمام دې هم مے ونۀ څښى کله چې دننه دربار ته ننوځى. 22هغوئ دې کونډو او طلاقو شوو ښځو سره وادۀ ونۀ کړى، هغوئ دې صرف د بنى اِسرائيلو د نسل پېغلو سره يا د اِمامانو کونډو سره وادۀ کوى. 23هغوئ دې زما خلقو ته د مقدس او عام څيزونو په مينځ کښې د فرق تعليم ورکړى او ورته دې د حرامو او حلالو په مينځ کښې فرق وښائى. 24په هره لانجه کښې دې اِمامان د قاضى فرائض ادا کړى او دا دې زما د حکمونو په مطابق فېصله کړى. هغوئ دې زما د ټولو مقرر شوو اخترونو دپاره زما په قانون او اصُول باندې عمل وکړى، او هغوئ دې زما د سبت ورځ مقدسه وساتى. 25اِمام دې خپل ځان مړى ته په نزدې ورتلو باندې پليت نۀ کړى، خو کۀ مړ کس يې پلار يا مور، زوئ يا لور، ورور يا ناوادۀ شوې خور وى، نو په دوئ هغه ځان پليتولے شى. 26د پاکېدو نه وروستو، هغه به اووۀ ورځې انتظار کوى. 27په کومه ورځ چې هغه د مقدس کور دننه دربار ته ځى چې هلته په مقدس ځائ کښې خِدمت وکړى، هغه دې د خپل ځان دپاره د ګناه نذرانه پېش کړى، مالِک خُدائ دا فرمائى. 28صرف زۀ به د اِمامانو ميراث يم. تاسو هغوئ ته په بنى اِسرائيلو کښې ملکيت مۀ ورکوئ، زۀ به د هغوئ ملکيت يم. 29هغوئ به د غلو نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې خورى، او هر څۀ چې په بنى اِسرائيلو کښې مالِک خُدائ ته وقف شوى وى هغه به د هغوئ وى. 30د ټولو نه اوله ښۀ مېوه او ستاسو ټولې ښې نذرانې به د اِمامانو وى. تاسو به هغوئ ته د زمکې په غله دانه کښې اوله حِصه ورکړئ نو برکت به ستاسو په خاندان نازل شى. 31اِمامان به هيڅ قسمه څۀ نۀ خورى، مارغۀ يا ځناور چې په خپله مړ وى يا ځناور مړ کړے وى.“

Айни замон обунашуда:

حزقى‌ايل 44: PYPB

Лаҳзаҳои махсус

Паҳн кунед

Нусха

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in