1
يوحنا 24:5
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
Kokisana
Luka يوحنا 5:24
2
يوحنا 6:5
کله چې عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو او د دې نه خبر شو چې دے د ډيرې مودې راسې بيمار دے، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تۀ غواړې چې روغ شى؟“
Luka يوحنا 5:6
3
يوحنا 39:5-40
تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى. خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.
Luka يوحنا 5:39-40
4
يوحنا 8:5-9
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه، خپله بستره دې واخله او ځه.“ سړے سمدستى جک جوړ شو، او خپله بستره يې واخستله او روان شو. دا د سبت ورځ وه.
Luka يوحنا 5:8-9
5
يوحنا 19:5
عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.
Luka يوحنا 5:19
Ndako
Biblia
Bibongiseli
Bavideo