يُونس 10:4-11

يُونس 10:4-11 PYPB

خو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ په دې بوټى دومره غمګين شوې، اګر چې تا د دې دپاره څۀ نۀ دى کړى او نۀ دې غټ کړے دے. دا په يوه شپه کښې زرغون شو او په يوه شپه کښې اوچ شو. خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“