Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۸۵

۸۵
پنځه اتیایم زبور
د قوم د هوساینې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
1 ای څښتنه تا په خپله خاوره رحم وکړ
او یوځل بیا دې رابېدار کړ د یعقوب #۸۵: ۱ یعقوب: دلته یعقوب د اسراییلو په معنی دی. قسمت
2 ودې بخښلې د خپل قوم بدۍ
پرده دې واچوله په ټولو ګناهونو د دوی
3 تېر شولې ته له خپل ټول غضبه
د خپل قهر اور دې سوړ کړ
4 ای زمونږ خلاصوونکیه خدایه
مونږه بېرته په خپل حال کړه
او خپل غضب زمونږ نه لېرې کړه ته
5 ایا ته به خفه یې تل زمونږ څخه؟
ایا وبه غزوې خپل قهر د یو نسل نه بل نسل ته؟
6 ایا ته به مونږ ته بیا قوت رانه کړې
ترڅو ستا قوم خوشحالي وکړي ستا له امله؟
7 څښتنه، مونږ ته دې وښایه تلپاتې مینه
او مونږ ته راکړه خلاصون
8 څښتن خدای چې هرڅه وایي ورته به نیسمه غوږ
وعده کوي د سولې خپل وفادار ولس سره
خو دوی دې بیا نه راګرځي د حماقت لارو ته
9 بې شکه ور به کړي نجات هغوی ته څوک چې ترې وېره لري
چې پاتې شي د هغه جلال زمونږ په خاوره کې
10 څنګه چې دوه تنه یو بل سره ګوري
داسې تلپاتې مینه او وفا به سره هم وګوري
څنګه چې یو تن بل تن ښکلوي
داسې عدالت او سوله به هم یو بل ښکل کړي
11 راپورته کیږي وفا ځمکې نه
نېکي راګوري پاس له اسمانه څخه
12 ښه شیان مونږ ته راکوي به بې له شکه څښتن
ورکوي ښه حاصلات به زمونږ ځمکه
13 عدالت به وي روان د څښتن مخکې
تیاروي به لار د هغه قدمونو ته

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۸۵: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye