Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۷۶

۷۶
شپږ اویایم زبور
خدای فاتح دی
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره یوه سندره او هم د اساف زبور)
1 خدای مشهور دی یهودا کې
نوم یې عظیم په اسراییلو کې دی
2 په اورشلیم کې ده خېمه د هغه
استوګنځی یې د صهیون په غره کې
3 تاوده غشي یې کړل مات په هغه ځای کې
هم یې سپرونه، تورې او ټولې وسلې ماتې کړې
4 ته څومره ډک یې له جلاله او له نوره خدایه!
څومره له برمه ډک یې
زیات له تلپاتې غرو نه
5 د دښمن زړور خلک ټول تالا شول
د مرګ په خوب باندې ویده شول هغوی
نور یې نه لرله وسه چې لاسونه جګ کړي
6 د یعقوب خدایه، تا چې کله ورټل هغوی
د دوی اسونه او سواره شول په مرګ ویده
7 یوازې ستا نه وېرېدل په کار دي
کله چې ته په قهر یې
څوک درېدلی شي د ستا په مخکې؟
8 تا خپل قضاوت کړ د اسمان نه اعلان
نو ځمکه وېرېدله او شوه خاموشه هغه
9 کله چې ته خدایه راپورته قضاوت ته شولې
چې د دنیا ټول مظلومان وژغورې
10 د انسانانو قهر ګرځي سبب ستا د ثنا
څوک چې ژوندي شول پاتې ستا له غضب
هغوی به تا لره جشنونه نیسي
11 خپل څښتن خدای ته ومنئ نذرونه او هغه ورکړئ
خپل سوغاتونه راوړئ
ای ټولو خلکو، چې اوسېږئ شاوخوا د هغه
هغه دپاره چې دی ډېر هیبتناک
12 ماتوي هغه غرور د واکمنانو
په پاچاهانو د نړۍ راولي سخته وېره

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۷۶: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye