Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۶۴

۶۴
څلورشپیتم زبور
د بدکارانو د دسیسو څخه د ساتنې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 واوره زما اواز خدایه
واوره شکایت زما
خپلو دښمنانو نه وېرېږم زه
وساته ژوندون زما!
2 وساته ما د دسیسو د بدکارانو څخه
هم د شریرانو د ډلو څخه
3 تېرې کوي دوی خپلې ژبې د تورو په شان
دوی په ترخو خبرو لکه د غشو په شان نښه ولي
4 په کمینونو کې دوی ولي بې ګناه انسانان
بې له کوم ترسه ناڅاپه په هغوی باندې ګوزار کوي
5 هغوی یو بل تشویقوي په خپلو بدو دسیسو باندې
دوی جوړوي داسې پلان
چې په کوم ځای کې دوی دامونه کېږدي
هغوی وایي چې څوک مونږ نه شي لیدلی
6 جوړوي بد پلانونه او دوی وایي:
«څومره ښه پلان مو دی جوړ کړی»
څه مرموز دی د انسان زړه او دماغ
7 خو خدای به وولي هغوی په خپلو غشو
او ناڅاپه به هغوی شي زخمیان
8 خپلې خبرې به نابود کړي هغوی
هرڅوک چې ویني هغوی
کړي اشارې به په ملنډو ورته
9 انسانان به ټول وېریږي
بیانوي به دوی د خدای کارونه
او کړي سوچونه په هغې څه چې خدای کړي دي
10 څښتن چې وکړل کوم کارونه
نېکان دې کاندي خوشحالي په هغو
پناه دې یوسي ده ته
ټول نېکان خلک دې صفتونه کوي

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۶۴: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye