Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۶۲

۶۲
دوه شپېتم زبور
د خدای په ساتنه اعتبار
(د سرود مشر یدوتون دپاره: د داود زبور)
1 زما ځان مومي ارام صرف د خدای حضور کې
ځکه نجات مې د هغه له خوا دی
2 یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ما
هغه دی زما پناه ځای
نو زه به هېڅکله ونه خورم ماتې
3 ترڅو به تاسې ټول کوئ په هغه چا بریدونه
چې هغه ووژنئ
څوک چې په شان وي د کوږ شوي او لوېدلي دېوال؟
4 دوی صرف غواړي چې راښکته کړي هغه
د خپل عزت له ځایه
دوی له دروغو څخه خوند اخلي
په خوله کوي د برکت خبرې
په خپلو زړونو کې هغه باندې لعنت وایي
5 ای زما ځانه، ارام پیدا کړه صرف د خدای حضور کې
زما د امید سترګې هغه ته دي
6 یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ما
هغه دی زما پناه ځای
نو زه به نه خورم ماتې
7 زما خلاصون زما عزت دواړه د خدای له خوا دي
قوي ساتونکی دی زما
او پناه ځای دی زما
8 ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدای
خپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئ
ځکه هغه دی پناه ځای زمونږ
9 انسانان ټول دي په مثال د پوکي
که هغوی لوی دي که واړه دي هغوی
ټول دي یوشان او هېڅ نه دي
واچوئ تله کې هغوی تاسې
نو د دوی وزن به هېڅ شی نه وي
وزن د دوی به وي له هوا هم کم
10 په تاو تریخوالي توکل مه کوئ
په لوټمارۍ باندې د ګټې امید مه کړئ تاسې
که شتمني د ستاسو زیاته هم شي
خو په هغې باندې تکیه مه کوئ
11 ما څو ځلې اورېدلي دي دا
چې خدای وایي دی قدرت ورسره
12 ای څښتنه، ستا مینه ده تلپاتې مینه
ځکه هرچا ته مطابق د عمل اجر ورکوې

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۶۲: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye