Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۵۱

۵۱
یو پنځوسم زبور
د بخښنې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، د هغه وخت په هکله چې ناتان نبي داود ته له هغې څخه وروسته راغی چې داود د بتشبع سره زنا کړې وه.)
1 په خاطر ستا د تلپاتې مینې خدایه
ما باندې رحم وکړه
ستا د لوی رحمت په سبب
له منځه یوسه ګناهونه زما
2 ته زما ټولې بدۍ ووینځه
او ما له خپلې ګناه پاک کړه ته
3 کړم اعتراف یاغیتوبونو باندې
تل یم خبر له خپلو ګناهونو څخه
4 ستا مقابل کې مې ګناه کړې ده
یوازې ستا په وړاندې
څه چې د ستا په نظر بد وو ما هغه کړي دي
نو ته په حقه یې زما د قضاوت په هکله
حق په جانب یې ته زما د محکومیت په هکله
5 له پیدایښت څخه بدي موجود وه زما وجود کې
د مور د ګېډې نه ګناه موجود وه زما بدن کې
6 ته زمونږ په زړه کې حقیقت خوښوې
ډکوې ذهن له حکمته زما
7 لکه کاهن چې پاکوي خلک
داسې پاک مې کړه په بوټي د وېلني
ووینځه ما چې شمه سپین له واورې
8 پرېږده چې وکړمه احساس د خوشحالۍ او خوښۍ
که څه هم مات مې دي هډوکي ټکولی دې یم
یوځلې بیا به زه خوشحاله شمه
9 سترګې دې پټې کړه زما په ګناهونو باندې
ټولې بدۍ زما له منځه یوسه
10 په ما کې پاک زړه راپیدا کړه خدایه
کړه راپیدا یو وفادار او نوی روح په ما کې
11 له خپل حضور څخه دې مه شړه ما
خپل سپېڅلی روح دې له ما مه وباسه
12 یوځلې بیا دې د نجات خوشحالي راکړه ماته
دې ته مې جوړ کړه چې د ستا اطاعت وکړمه زه
13 نو بیا به زه وښایم ستا لار بدکارانو لره
ګناهکاران بېرته را وبه ګرځي ستا لوري ته
14 خدایه ما وژغوره د وینې تویولو له جرمه
ای خدایه! زما نجات بخښونکی خدایه
په خوشحالۍ به زه نېکي د ستا اعلان کړمه
15 مرسته وکړه ته زما سره څښتنه
چې بیان کړم ستا ثنا
16 په قربانۍ نه خوشحالېږې ته
نو ځکه زه به هغه وړاندې نه کړم
نه خوشحالېږې سوځېدونکو نذرانو باندې
17 خدای ته چې غوره قرباني ده هغه مات روح دی
سپک به نه ګڼې عاجز او توبه ګار زړه
18 شه مهربانه په صهیون مرسته یې وکړه ته
کاندي دېوالونه د اورشلیم چې دوباره ودان
19 بیا به راضي شې په سمو قربانیو باندې
او سوځېدونکو نذرانو باندې
قرباني به شي غویان ستا د قربانۍ ځای کې

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۵۱: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye