Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۴۳

۴۳
دري څلوېښتم زبور
د اندېښمن سړي د دعا پاتې برخه
1 بې ګناهي مې کړه ښکاره، خدایه
بې دینه خلکو مقابل کې مې دفاع وکړه ته
له دروغجنو او بدکارو خلکو خلاص مې کړه ته!
2 ته ساتونکی یې زما
زه دې ولې یم پرې ایښی؟
د خپل دښمن له ظلمه
ولې زه ویر کې یمه؟
3 راواستوه راته خپل نور او حقیقت
چې راته لار وښایي
چې مې دوی راولي صهیون ته ستا سپېڅلي غره ته
او ستا خپل کور ته چې اوسېږې په کې
4 زه به بیا ورشم د خدای د قربانۍ ځای ته
د هغه خدای چې یم خوشحاله ترې زه
زه غږومه به رباب او ستا ثنا به وایم
خدایه، زما خدایه
5 ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یوځلې بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۴۳: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye