Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۴۱

۴۱
یوڅلوېښتم زبور
د ناروغۍ په وخت کې دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 بختور دی هغه څوک چې کوي فکر د غریبو په هکله
د سختۍ وخت کې ورکوي څښتن خلاصون ده ته
2 څښتن به وکاندي ساتنه د ده او وبه یې ساتي ژوندی
برکتي به کړي دا خپل وطن کې
دا به پرېنږدي چې دې خپل دښمن ته لاس ته ورشي
3 د ناروغۍ وخت کې څښتن به مرسته وکاندي له ده سره
او د ده صحت به بېرته روغ کاندي
4 ما وویل: «څښتنه، ما باندې رحم وکړه راکړه شفا
ستا مقابل کې مې ګناه کړې ده»
5 بدې خبرې دښمنان مې کړي زما په هکله
وایي چې «کله به مړ کیږي چې یې نوم ورک شي؟»
6 څوک چې کتلو ته راځي زما
هغوی نه دي اخلاصمن خلک
راټولوي زما په هکله هغوی بد خبرونه
بیا بهر وځي او هرچا ته دا خبرې کوي
7 ټول دښمنان مې پس پسی کوي
په خپل منځ کې زما په هکله
دوی جوړوي پلان چې راته ورسوي زیان
8 وایي هغوی چې «دی اخته دی په وژونکي مرض
بیا به پورته نه شي له خپل ځای ځینې»
9 حتی تر دې په نژدې دوست چې ډېر اعتبار مې کاوه
هغه چې زما سره ډوډۍ خوړله
هغه زما په ضد راپورته شولو
10 ای څښتنه، رحم وکړه په ما باندې
او ماته بېرته ښه صحت راکړه
نو زه به واخلمه بدل له دښمنانو
11 زه پوهېږم چې خوشحاله یې له ما نه
ځکه چې نه مومي دښمن بری په ما باندې
12 راسره کړی دې کومک ځکه صادق یمه زه
په خپل حضور کې مې ساتې ته تر ابده پورې
13 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته
وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې
امین! امین!

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۴۱: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye