Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۳۶

۳۶
شپږدېرشم زبور
د انسان بدکاري او د خدای نېکي
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور)
1 د زړه په تل کې د بدکاره خلکو
کوي ګناه خبرې
هغوی هېڅ وېریږي نه له خدایه
2 دا چې دوی ځان ته ډېر اوچت فکر کړي
فکر کوي چې خدای به نه کړي پیدا
د دوی ګناه او نه به یې وغندي
3 د دوی د خولې خبرې بدې، له دروغو ډکې
دوی نور نه کړي عقلمن کار او نېکي
4 کله چې پروت وي بستره کې پلانونه د بدۍ جوړوي
هغه خپل ځان په بده لار بوځي
نه اخلي لاس له بده کاره ځینې
5 تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې ای څښتنه
وفاداري دې تر فلکه رسي
6 ستا عدالت داسې قایم دی د لوړو غرونو په شان
د ستا انصاف لکه ژور دریاب دی
ته پام کوې په انسانانو او حیواناتو باندې
7 دا ستا تلپاتې مینه څومره قیمتي ده خدایه!
ستا د وزرو لاندې پناه اخلي ټول خلک
8 کړي د پرېمانه خوړو ستا نه خوراکونه هغوی
خپل د خوښۍ د سیند نه دوی ته، ته اوبه ورکوې
9 یې د ژوندون سرچینه
ستا د نور په سبب وینو مونږ رڼا
10 څوک چې تا پېژني هغو سره کوه مینه تلپاتې مینه
څوک چې نېکان دي د هغوی سره نېکي کوه ته
11 مه پرېږده مغروره خلک چې مې تر پښو لاندې کړي
یا بدکاران خلک چې ما وشړي
12 ګورئ هلته دي پراته هغه بدکاره خلک
غورځول شوي، بیا هېڅکله جګېدلی نه شي

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۳۶: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye