Logò Ngwá Baịbụl
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۲۵

۱۲۵
یوسلو پنځه ویشتم زبور
د خدای د قوم امنیت
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 څوک چې څښتن باندې توکل کوي
دي د صهیون د غره په شان هغوی
چې هېڅکله نه لړزیږي او ټینګ وي تل دپاره
2 لکه څنګه چې ساتنه کیږي له اورشلیم نه
په غرونو له هرې خوا نه
داسې څښتن کوي ساتنه د خپل قوم څخه
له همدا اوس نه تر ابده پورې
3 بدکاران به همېش نه کوي حکومت
په هغې ځمکې چې ورکړل شوې ده نېکانو ته
هسې نه چې نېکان خلک شي اخته بدو کارونو باندې
4 کوم خلک چې ښه وي ای څښتنه، کوه ښه ورسره
د هغه چا سره چې زړونه یې پاک وي
5 خو بدکارانو ته چې څښتن کله سزا ورکوي
نو سزا دې ورکړي هغو کسانو ته هم
چې ګرځېدلي ستا له لارې څخه
سلامتي دې وي په اسراییلو باندې

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۲۵: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye