Logò Ngwá Baịbụl
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۲۲

۱۲۲
یوسلو دوه ویشتم زبور
د اورشلیم صفت کول
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)
1 کله چې ماته هغوی وویل:
«راځئ چې لاړ شو د څښتن کور ته»
نو ډېر خوشحاله شومه
2 اوس مونږه دلته یو
ای اورشلیمه! یو ولاړ په دروازو کې ستا
3 اورشلیم یو داسې ښار دی
چې جوړ شوی برابر او ښه ترتیب باندې
4 دا هغه ځای دی چې راځي ورته قبیلې
قبیلې د څښتن
چې اسراییلو ته د هغه د اوامرو مطابق
د هغه د نوم صفت وکړي
5 ځکه تخت د عدالت دی ټینګ په هغه ځای کې
یعنې د داود د خاندان تخت
6 وکړئ دعا د سلامتۍ د اورشلیم دپاره
چې ورته ګران یې هغه خلک دې نېکمرغه اوسي
7 وي دې سلامتي په دربارونو کې ستا
او وي ارامي دې په ماڼیو کې ستا
8 د خپلوانو او دوستانو په خاطر
زه به وایم اورشلیم ته
چې سلامت اوسې ته
9 زمونږ د څښتن خدای د کور په خاطر
دعا کومه زه ستا د خوشبختۍ دپاره

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۲۲: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye