Logò Ngwá Baịbụl
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۱۴

۱۱۴
یوسلو څوارلسم زبور
د فسحې د اختر سندره
1 کله چې ووتل د مصر نه د اسراییلو خلک
هغه پردی وطن چې کله پرېښودلو د یعقوب اولادې
2 یهودا شو د څښتن سپېڅلی ځای
اسراییل شو د هغه د پاچاهۍ ځای
3 خدای چې کله راښکاره شو سرې بحیرې ته
نو بحیره وچه شوه
د اردن سیند هم ودرېده
4 شول په ټوپونو غرونه لکه پسونو په شان
وهل خېزونه غونډۍ ګانو لکه د وریو په شان
5 ای دریابه په تا څه وشول چې وچ شوې؟
د اردن سینده ولې ودرېدلې؟
6 ای غرونو، ولې مو ووهل ټوپونه د پسونو په شان؟
ای غونډیو، ولې مو ووهل خېزونه لکه وریو په شان؟
7 د څښتن په حضور کې ای ځمکې په لړزان شه
د یعقوب د خدای حضور کې په لړزان شه
8 هغه بدل کړ ګټ په ډنډ باندې
او کلکه تیږه په چینې باندې

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۱۴: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye