Logò Ngwá Baịbụl
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۰۱

۱۰۱
یوسلو یو زبور
د پاچا وعده
(د داود زبور)
1 زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصاف
ای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره
2 زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بې ګناه
ته به زما مرستې ته کله راځې؟
زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره
3 بدو شیانو ته کتلو نه به ډډه کوم
د بې ایمانو د کارونو نه زه کرکه کوم
زه به هغوی سره هېڅ کار نه لرم
4 زه به نه کړم درغلي
هېڅ کار به نه لرم بدۍ سره زه
5 زه به هغوی له منځه یوسم چې په پټه کړي غیبت د نورو
زغملی نه شم هغه خلک چې لري زړونه کبرجن او مغرورې سترګې
6 زه نېک ګڼمه هغه خلک چې وفادار دي
هغوی به پرېږدم ما سره واوسیږي
هغه خلک چې بې عیبه دي
وي به هغوی ته اجازه چې خدمت وکړي زما
7 چلباز به نه اوسیږي زما په کور کې
دروغجن به پاتې نه شي زما حضور کې
8 نابودوم بدکاره خلک هره ورځ په خپل وطن کې
او خراب خلک به د څښتن له ښاره وشړمه

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۰۱: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye