1
متى 46:27
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“
Konpare
Eksplore متى 27:46
2
متى 51:27-52
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل، او قبرونه وسپړدے شول او د خُدائ پاک ډېر مقدسين د خوبه رابېدار شول.
Eksplore متى 27:51-52
3
متى 50:27
عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه.
Eksplore متى 27:50
4
متى 54:27
کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بېشکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“
Eksplore متى 27:54
5
متى 45:27
د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.
Eksplore متى 27:45
6
متى 22:27-23
پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“
Eksplore متى 27:22-23
Akèy
Bib
Plan yo
Videyo