1
يوحنا 33:16
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
Konpare
Eksplore يوحنا 16:33
2
يوحنا 13:16
خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.
Eksplore يوحنا 16:13
3
يوحنا 24:16
تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
Eksplore يوحنا 16:24
4
يوحنا 7:16-8
خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم. او کله چې هغه راشى نو هغه به دُنيا د ګناه او د صداقت او اِنصاف په باب کښې ملامته کړى،
Eksplore يوحنا 16:7-8
5
يوحنا 22:16-23
نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى. په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى.
Eksplore يوحنا 16:22-23
6
يوحنا 20:16
نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى.
Eksplore يوحنا 16:20
Akèy
Bib
Plan yo
Videyo