يوحنا ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت يوحنا زيرے دې دپاره ليکلے شوے وو چې خلق په حضرت عيسىٰ مسيح ايمان راوړى. حضرت يوحنا ليکلے وو چې هغه په دولسو رسولانو کښې يو وو او هغه هم د حضرت عيسىٰ مسيح د ژوند چشم ديد ګواه وو. حضرت يوحنا انسان داسې پېش کوى چې په دې دوو کښې د انسان تعلق صرف يو سره کېدے شى: تيارۀ سره او يا د رڼا سره. دا کِتاب د حضرت عيسىٰ مسيح هغه اووۀ نښې بيانوى چې دا حقيقى حضرت عيسىٰ دے او هغه نښې دا دى چې صحيفې، بپتسمه ورکوونکے، حضرت عيسىٰ په خپله، پلار خُدائ، د حضرت عيسىٰ معجزې، روح القُدس، او حضرت يوحنا د دې کِتاب ليکوال په خپله په کښې شامل دے چې، دا خبره ثابته کړى چې حضرت عيسىٰ مسيح يو عام انسان نۀ دے خو د ډېر وخت نه خلقو د هغۀ انتظار کولو، بلکې د خُدائ پاک کلام دے چې په انسانى جسم کښې دې دُنيا ته راغلو. حضرت عيسىٰ مسيح خلقو له د ابدى ژوند دعوت ورکوى د هغه قوت په وسيله کوم چې هغۀ په مرګ لرلو. هغۀ دا ثابته کړه چې هغه ژوند ورکولے شى لکه څنګه چې هغۀ لعزر د مړو نه ژوندے کړو او څنګه چې په خپله د مړو نه ژوندے شو. د حفظ کولو دپاره ۱۴‏:_۶ آيت ”عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

يوحنا ‮پېژندګلو‬: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀