حزقى‌ايل 27

27
اوويشتم باب
د صور د غم مرثيه
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 2”اے بنى آدمه، د صور په حقله د غم مرثيه ووايه. 3صور ته ووايه، چې تۀ د سمندر په غاړه پروت يې او د سمندر د غاړې ډېرو خلقو سره تجارت کوې، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره تا د خپل ځان په حقله وئيل چې زما د ښائست جواب نشته. 4ستا حدونه د سمندر مينځ پورې رسېدلى دى. ستا جوړونکو ستا ښائست لاجوابه جوړ کړے دے. 5تۀ لکه د سمندر د هغه کشتۍ په شان وې چې د حرمون د غرۀ د نختر لرګى نه جوړه شوې وې او هغوئ د دِيار لرګى د لبنان نه راوړل چې ستا دپاره يوه ستن ترې جوړه کړى. 6هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو. 7ستا بادبان د مِصر د ګُلکارۍ د کتان نه جوړ وو، او دا ستا په سر باندې لکه د جنډې په شان رپېدو، ستا شاميانه د کاسنى او آسمانى رنګى کپړې وه چې د اِليسه د ساحلى علاقې نه راوړلے شوې وه. 8د صيدا او ارود کسان ستا چپو وهونکى وُو. اے صوره، ستا هوښيار کسان ستا ماڼکيان وُو. 9د جبل د علاقې نه په کار پوهه او هوښيار کسان په کشتۍ کښې وُو چې ستا چاؤدونه بند کړى. د سمندر ټولې کشتۍ او د دې ماڼکيان راغلل چې ستا د مال تجارت وکړى. 10د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى. 11د ارود او د حيلک سړو د هرې خوا نه ستا د دېوالونو حفاظت وکړو، او د جماد خلق ستا په برجونو کښې وُو. هغوئ خپل ډالونه ستا په دېوالونو راځوړند کړل، هغوئ ستا حُسن مکمل کړو. 12ترسيس تا سره کاروبار وکړلو ځکه چې تا سره هر قسم سامان ډېر زيات مِلاوېدلو، او ستا د څيزونو په بدله کښې هغوئ تا ته سپين زر، اوسپنه، ټيم او سيکه درکوله. 13يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل. 14د بيت‌تُجرمه خلقو د څيزونو په بدل کښې تاسو له آسونه، جنګى آسونه او قچرې درکړې. 15د ددان خلقو تاسو سره کاروبار وکړو، او د ډېرو ساحلى علاقو خلق ستا ګاهکان وُو، هغوئ تا ته د هاتى غاښونه او د آبنوس لرګى درکړل. 16د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول. 17يهوداه او بنى اِسرائيلو تا سره کاروبار وکړو، او هغوئ ستا د څيزونو په بدله کښې تا ته د مِنيت نه غنم، اينځر، شات، د ‎زيتُونو تېل او مصالحې درکړې. 18دمشق تا سره د ډېر پېداوار او د مال د زياتوالى په وجه، کاروبار وکړو او د دې څيزونو په بدله کښې يې د حلبون مے او د صاحر وړۍ درکړه. 19د ودان او يونان خلقو ستاسو نه څيزونه اخستل او د هغې په بدله کښې يې تاسو ته د کار اوسپنه او خوشبودارې مصالحې درکولې. 20د ددان خلقو د آسونو د قيمتى زينونو کاروبار تاسو سره کولو. 21د عربو او د قيدار ټول شهزادګان ستا خريدار وُو، هغوئ تاسو سره د ګډورو، ګډانو، او چېلو کاروبار وکړو. 22د شيبا او راماه خلقو تا سره کاروبار وکړو، ستاسو د څيزونو په بدله کښې هغوئ تاسو له اعلىٰ مصالحې، قيمتى کاڼى او سرۀ زر درکول. 23د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو. 24ستاسو په بازارونو کښې هغوئ تاسو سره د ښکلې کپړې، د آسمانې رنګې کپړې، د ګُلکارۍ او د رنګينه قالينونو چې پړى ترې تاو وُو او چې ګُلکارۍ يې کلکې تړلے شوې وې کاروبار وکړو. 25د ترسيس بيړو ستا د سامان په وړولو کښې مدد کولو، او د سمندر په زړۀ کښې تۀ د دروند مال نه ډکه وې. 26ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى. 27ستا مال دولت، د تجارت سامان او مال، ستا د بيړۍ ټول چلوونکى، جوړونکى او پوهان، ستا تاجران، او ستا ټول فوجيان، او نور ټول هغه کسان چې په کشتۍ کښې ناست دى به د سمندر په زړۀ کښې ډوب شى په کومه ورځ چې ستا کشتۍ تباه شى. 28ستا د ماڼکيانو د چغو په وجه به د سمندر په غاړه خلق د يرې نه ولړزيږى. 29هغه ټول چپو وهونکى به خپله کشتۍ پرېږدى، ماڼکيان او نور کار کوونکى به د ساحل په غاړه ودريږى. 30هغوئ به خپل آواز اوچت کړى او په تا به سخته ژړا کوى، هغوئ به په خپلو سرونو خاورې او دوړې وشيندى او په ايرو کښې به ورغړى. 31هغوئ به ستا په وجه خپل سرونه ګنجى کړى او د ټاټ جامې به واچوى. هغوئ به په تا په پرېشانه زړۀ سره ژړا وکړى. 32کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟ 33کله چې به ستا د تجارت مال په سمندر کښې نورو مُلکونو ته وړلے کېدو، تا ډېر مُلکونه ماړۀ کړل. ستا د ډېر مال دولت او مال سره تا د زمکې بادشاهان ماړۀ کړل. 34اوس تۀ د سمندر په ژورو اوبو کښې مات او ډوب شوے يې، ستا سامانونه او ستا کارکوونکى ټول تا سره لاندې ډوب شول. 35هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى. 36د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 27: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀