حزقى‌ايل 26

26
شپږويشتم باب
د صور خِلاف پېشګوئې
1د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د مياشتې په وړومبۍ ورځ کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، ځکه چې صور د يروشلم په حقله داسې وئيلى دى چې، آو، د دې قومونو دروازه ماته شوې ده، او د هغوئ دروازې بلکل زما دپاره کولاو دى، نو اوس هغه تباه پرته ده نو زۀ به آباده شم. 3نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى. 4هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى. 5دا به لکه په سمندر کښې د ماهيګرو د جال د خورولو ځائ په شان وى، ځکه چې ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل چې، نور قومونه به هغه په آسانۍ سره لوټ کولے شى. 6او په هغه اصلى زمکه باندې به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. 7نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به د شمال د خوا نه د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهانو بادشاه، د آسونو او جنګى ګاډو، د سوارو او د لوئ لښکر سره د هغوئ خلاف راولم. 8او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى. 9هغه به ستا دېوالونه په مشين سره راګزار کړى او په خپلې وسلې سره به ستا برجونه راونړوى. 10د هغوئ آسونه به دومره زيات وى چې په خپلو دوړو کښې به تا پټ کړى. او د جنګى آسونو د شور نه به ستا دېوالونه په لړزان شى، د هغې بګۍ او جنګى ګاډۍ چې کله ستا د ښار دروازې ته درننوځى دا به د هغه ښار په شان وى د چا دېوالونه چې د مخکښې نه وران شوى وى. 11ستا لارې کوڅې به د خپلو آسونو د پښو د نوکو لاندې کړى، او هغه به ستا خلق په تُوره قتل کړى، او ستا مضبوطې ستنې به په زمکه لاندې راوغورزيږى. 12هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى. 13زۀ به ستا د سندرو آواز ختم کړم او ستا د رباب آواز به نور نۀ اورېدلے کيږى. 14زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. 15دا هغه څۀ دى چې مالِک قادر مطلق خُدائ يې صور ته فرمائى، آيا د سمندر ساحلى ځايونه به ستا د راغورزېدو د آواز په وجه د يرې نه ونۀ لړزيږى کله چې زخميان چغې سورې وهى او په تا کښې خلق حلاليږى؟ ‎ 16نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى. 17نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه. 18نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى. 19مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې، 20نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې. 21زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 26: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀