1
مرقوس 34:5
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“
Муқоиса
مرقوس 5:34 омӯзед
2
مرقوس 25:5-26
په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله. هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو.
مرقوس 5:25-26 омӯзед
3
مرقوس 29:5
خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه.
مرقوس 5:29 омӯзед
4
مرقوس 41:5
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
مرقوس 5:41 омӯзед
5
مرقوس 35:5-36
هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کوره څۀ خلق راغلل چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ له تکليف څۀ له ورکوې؟“ خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“
مرقوس 5:35-36 омӯзед
6
مرقوس 8:5-9
ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“ بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”زما نوم لښکر دے، ځکه چې مونږ ډېر يُو.“
مرقوس 5:8-9 омӯзед
Асосӣ
Китоби Муқаддас
Нақшаҳо
Видео