1
مرقوس 23:9
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“
సరిపోల్చండి
مرقوس 9:23 ని అన్వేషించండి
2
مرقوس 24:9
د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“
مرقوس 9:24 ని అన్వేషించండి
3
مرقوس 28:9-29
بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا قِسم صرف او صرف د دُعا په وسيله شړلے کيږى.“
مرقوس 9:28-29 ని అన్వేషించండి
4
مرقوس 50:9
مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بېخونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“
مرقوس 9:50 ని అన్వేషించండి
5
مرقوس 37:9
”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى هغه ما نه، بلکې هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
مرقوس 9:37 ని అన్వేషించండి
6
مرقوس 41:9
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بېاجره پاتې نۀ شى.
مرقوس 9:41 ని అన్వేషించండి
7
مرقوس 42:9
او هر څوک چې له دې وړو نه چې په ما ايمان لرى، د هغوئ په لار کښې خنډونه جوړوى نو دا به د هغۀ دپاره غوره وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى.
مرقوس 9:42 ని అన్వేషించండి
8
مرقوس 47:9
او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى،
مرقوس 9:47 ని అన్వేషించండి
హోమ్
బైబిల్
ప్రణాళికలు
వీడియోలు