مرقوس 41:12-42

مرقوس 41:12-42 PYPB

عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې. بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې.