1
مرقوس 13:13
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
ټول به زما د نوم په وجه تاسو نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
Compare
Explore مرقوس 13:13
2
مرقوس 33:13
خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى.
Explore مرقوس 13:33
3
مرقوس 11:13
خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.
Explore مرقوس 13:11
4
مرقوس 31:13
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
Explore مرقوس 13:31
5
مرقوس 32:13
خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے.
Explore مرقوس 13:32
6
مرقوس 7:13
هر کله چې تاسو د لرې او نزدې جنګونو خبر واورئ نو مۀ وارخطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.
Explore مرقوس 13:7
7
مرقوس 35:13-37
نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه. کۀ چرې هغه ناګهانه راشى نو چې هغه مو اودۀ لاندې نۀ کړى. او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“
Explore مرقوس 13:35-37
8
مرقوس 8:13
قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى خو دا به د لنګون د دردونو شروع وى.
Explore مرقوس 13:8
9
مرقوس 10:13
خو د آخر وخت نه اول به زما د زيرى بيان ټولو قومونو ته وکړے شى.
Explore مرقوس 13:10
10
مرقوس 6:13
ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بېلارې کړى.
Explore مرقوس 13:6
11
مرقوس 9:13
خو تاسو بېدار اوسئ. تاسو به عدالتونو ته حواله کېږئ، تاسو به په عبادتخانو کښې په کوړو وهلے کېږئ، او تاسو به د حاکمانو او بادشاهانو په وړاندې زما په وجه پېش کولے شئ چې د هغوئ په وړاندې زما ګواهان شئ.
Explore مرقوس 13:9
12
مرقوس 22:13
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
Explore مرقوس 13:22
13
مرقوس 24:13-25
خو په هغه ورځو کښې د دې تنګسيا نه پس به نمر تور شى او سپوږمۍ به رڼا نۀ کوى. ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.
Explore مرقوس 13:24-25
მთავარი
ბიბლია
გეგმები
ვიდეოები