YouVersion Logo
Search Icon

متى ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د حضرت متى زيرے د اِنجيل شريف اولنے کِتاب دے. د حضرت متى دا زيرے تقريباً دوه زره کاله وړاندې په يونانى ژبه کښې د حضرت متى رسول په وسيله ليکلے شوے دے، څوک چې د حضرت عيسىٰ مسيح ګواه او شاګرد وو. په دې زېرى کښې هغه واقعات درج دى چې حضرت عيسىٰ مسيح څنګه معجزې وکړې، مثالونه يې بيان کړل، او د خُدائ پاک د لارو تعليمات يې ورکړل او دا هم بيانوى چې په هغۀ مُخبرى څنګه وشوه او څنګه په سولۍ مړ شو. هغه بيا دوباره ژوندے شو او خپلو شاګردانو ته يې حکم وکړو چې زېرے خور کړئ. حضرت متى دا بيان وکړو چې حضرت عيسىٰ څنګه مسيح دے، هم هغه چې خُدائ پاک غوره کړے دے چې خلقو ته د ګناهونو نه خلاصون ورکړى. حضرت متى د زړې لوظنامې نه ډيرې حوالې استعمال کړې دى چې دا خبره ثابته کړى چې حضرت عيسىٰ څنګه په خپل وجود کښې د مسح کړے شوى په حقله د پېشګويۍ لوظونه پوره کوى. حضرت عيسىٰ مسيح چې د بادشاهانو بادشاه دے هغه د دې اعلان کولو دپاره راغلو چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده. حضرت عيسىٰ لوظ کړے شوے خلاصونکے دے، او د هغه لوظ پوره کوونکے دے کوم چې حضرت اِبراهيم سره خُدائ پاک کړے وو چې د دُنيا ټولو قومونو له به هغه برکت ورکوى. حضرت عيسىٰ په خپل خِدمت کښې، تر مرګه پورې او د مړو نه بيا ژوندى کېدو کښې هغۀ د صداقت ژوند تېر کړو، او مونږ ته د دې اظهار کوى چې په خپله نېکۍ او تابعدارۍ مونږ صادق نۀ شُو جوړېدلے بلکې دا چې مونږ په خُدائ پاک باور وکړُو چې د ايمان په وسيلې سره مو هغه صادقان وګرځوى. د سختو مشکلاتو باوجود حضرت متى خلقو ته هدايت ورکوى چې د مخالفينو په مقابله کښې ټينګ ودريږى. او په ډېر سکون سره دې خپل حفاظت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې محسوس کړى. حضرت متى د دې خبرې اظهار کړے دے چې د دُنيا هر يو اُمت، قوم، قبيله او د هر نسل او هرې ژبې خلق په حضرت عيسىٰ مسيح کښې خلاصون حاصلولے شى. د حفظ کولو دپاره ۱۱:_۲۸ آيت ”اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy