YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 6

6
شپږم باب
د بنى آدم بد عملونه
1کله چې بنى آدم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې، 2نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې. 3بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“ 4په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو. 5چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو، 6نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو 7نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“ 8خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.
حضرت نوح
9‏-10دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه، 11خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو. 12خُدائ پاک چې دُنيا وکتله نو د خلقو د بدعملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو. 13خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده. 14د ځان دپاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه او دننه او بهر يې په تارکولو لېوه کړه. 15دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اوچته جوړه کړه. 16کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده. 17ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى، 18خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه. 19‏-20د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى. 21د ځان او دوئ دپاره هر قِسم خوراک راجمع کړه.“ 22نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.

Currently Selected:

پېدايښت 6: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy