28
اتۀويشتم باب
د صور د بادشاه خِلاف پېشګوئې
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې. 3ولې تۀ دانيال نه ډېر هوښيار يې چې يو راز هم ستا نه پټ نۀ دے؟ 4ستا په خپل عقل او پوهه تا د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو او په خپله خزانه کښې دې سرۀ او سپين زر راغونډ کړل. 5په تجارت کښې د ډيرې پوهې په ذريعه تا خپل مال دولت زيات کړو، او د مال دولت په وجه ستا زړۀ ډېر مغروره شو. 6نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې ستا خيال دا دے چې تۀ هوښيار يې، لکه د خُدائ په شان هوښيار يې، 7زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بېرحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى. 8هغوئ به تا کندې ته ښکته کړى او تۀ به د سمندر په زړۀ کښې په بېدردۍ سره مړ شې. 9ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى. 10تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“
د صور د بادشاه د غم مرثيه
11د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 12”اے بنى آدمه، د صور د بادشاه په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د کامليت نمونه وې، د عقل نه ډک وې او ستا حُسن د کمال وو. 13تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو. 14ما تۀ د وزرو والا مخلوق په شان مسح شوے او ساتونکے مقرر کړې او تۀ د خُدائ پاک په مقدس غر وې، او تۀ د بلېدونکو کاڼو په مينځ کښې ګرځېدلې. 15ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بېداغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه. 16تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بېعزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې. 17ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې. 18تا په خپلو ډېرو ګناهونو او بېايمانه تجارت خپل د عبادت ځايونه ګنده کړل. نو ما په تا اور ولګولو او هغۀ تۀ وسوزولې، او تۀ مې په زمکه د ټولو هغه کسانو په وړاندې په ايرو بدل کړې چې ستا تماشه يې کوله. 19ټولو هغه مُلکونو چې تۀ يې پېژندلې تا ته حېران دى، ستا مرګ به ډېر خطرناک وى او تۀ به نور په دُنيا کښې پاتې نۀ شې.“
د صيدا خِلاف پېشګوئې
20د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 21”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه 22او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم. 23زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
بنى اِسرائيلو ته به برکت مِلاو شى
24”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. 25مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو. 26هغوئ به هلته په امن سره ژوند تېروى او هغوئ به کورونه جوړ کړى او د انګورو بوټى به وکَرى. زۀ به د هغوئ هغه ټولو ګاونډيانو له سزا ورکړم چا چې ورپورې ټوقې کړې وې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“