زبور ۵۴

۵۴
څلورپنځوسم زبور
له دښمن څخه د ساتنې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور، وروسته د هغې چې د زیف اوسېدونکي سړي شاوول ته ورغلل او هغه ته یې وویل چې داود زمونږ په سیمه کې پټ دی)
1 ته په خپل واک باندې ما خلاص کړه خدایه
وکړه قضاوت د عدالت په خپل قوت زما
2 خدایه زما دعا قبوله کړه ته
زما خبرو ته ته غوږ ونیسه!
3 پردي خلک کړي په ما باندې حمله
ظالمان کوي کوښښ چې ومې وژني
هغه دي چې نه لري پروا د خدای
4 خو خدای زما دی مددګار
څښتن ساتونکی دی زما د ژوند
5 خدای دې راوګرځوي خپل بد عملونه په دښمن زما
ای خدایه زما د حفاظت وعده په ځای کړه او ته ختم یې کړه
6 د رضاکاره نذرانې سره به تاته قرباني کومه ای څښتنه
زه به شکر ستا کومه ځکه ته یې مهربانه
7 زه دې د ټولو تکلیفونو نه خلاص کړی یمه
په خپلو سترګو د دښمن ماتې لیدلې ده ما

Tans Gekies:

زبور ۵۴: APB

Kleurmerk

Kopieer

Vergelyk

Deel

None

Wil jy jou kleurmerke oor al jou toestelle gestoor hê? Teken in of teken aan